ا??لا?? ??با?? 05 نومبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د سرينا چوك پرووه به به 60 ٬ د اېف نائن پارك به د 100 نه تر 120 ورځو كښې بشپړه كړې شي٬ مارګله ايكسپرېس د موټروے سره په پېسوت كولو به د ايوان صدر او وزيراعظم هاؤس څخه موټروے سفر د 15 نه تر 20 دقيقو شي٬فيض ??با?? پل پراخه كولو٬راول ډېم روډ٬مارګله روډ ښه كولو او په مجموعي توګه د ا??لا?? ??با?? ښكلا باوري كولو ته مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو ٬د سوئېلي آسيا تر ټولو لويې بېرغ به ا??لا?? ??با?? كښې لګولې شي۔هغه د نهې په ورځ اېف نائن او د سرينا چوك پروژو د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې دواړو پروژو باقاعده بنياد كېښودلو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د ق??مي اسمبلۍ داخله قائمه كمېټۍ چيئرمېن خرم نواز٬ايم اين ايز انجم عقيل خان٬طارق فضل چوهدري پشمول نور د اسمبلۍ غړي او معزز شخصيات دستوره كښې موجود وو۔دستورې ته خطاب كولو په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل زمونږ لپاره نن مهمه ورځ ده٬سرينا چوك او اېف نائن پارك پروژو كاؤنټ ډاؤن د نن نه پیل شو٬سرينا چوك پروژه به په 60 ورځو كښې بشپړه شي او دغسې اېف نائن پروژه به د 100 نه تر 120 ورځو په مهال بشپړه شي۔د ووئيل د ا??لا?? ??با?? په ښكلا سي ډي اے هم ډېر كار ??ړے٬مونږ د اېس سي او په مهال ا??لا?? ??با?? چې كوم ډول سنګار ??ړے ؤ اوس هم زمونږ هڅه ده چې دا په مستقل بنيادونو برقرار ??ساتلے شي٬راتلونكو ورځو كښې به زمونږ ټولې سترې لارې هم دغسې د شپی روښانه پاتې كېږي۔ده ووئيل په ا??لا?? ??با?? كښې د فائيو سټار ??وټلز كمے دے٬ دې پوره كولو لپاره د دوو ځايونو انتخاب شوے٬ دې مقصد لپاره راتلونكو ورځو كښې د دوه پلاټونو نيل??مي كېدونكې ده او باوري كولې به شي چې څوك پلاټ واخلي هغوي په سمدستي توګه فائيو سټار ??وټل جوړ كړي ٬ دغسې د وړو هوټلو د پلاټونو نيل??مي هم شوې٬هم دې مودې په مهال وزيراعظم د سفاري پارك بنياد تيګه هم اښودې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د فيض ??با?? چوك پل سمول دي٬فيض ??با?? سرګ كوم چې د پینډۍ څخه راځي هغه به جام كېدو دا پروژه به هم دواړه ميګا پراجيكټس سره بشپړ كړی شي۔ده ووئيل د پرائيوېټ سيكټر په مرسته مونږ به د سوئېلي آسيا تر ټولو اوږد بېرغ ا??لا?? ??با?? كښې لګوو۔
Nguồn bài viết : لاٹری کی پیشگوئی